د پکتیکا ځايي مسولین وايي، د ګیان ولسوالۍ په ږلۍ کلي کې له زلزلې سره هم مهاله له ځمکې ویرونکي غږونه اورېدل شوي. د مسولینو په وینا، د سمیې خلک د یادو غږونو په اورېدو اندېښمن شوي او له مرکزي حکومت څخه یې غوښتي، چې ګیان ولسوالۍ ته جیولوجیکي ټیم ولیږي. د پکتیکا ځايي مسولین وايي، چې د دې ولایت د ګیان ولسوالۍ په ږلۍ کلي کې له تېرې ورځې راهیسې نږدې ۳۰ ځله زلزله شوې او یوازې له نن سهاره تر دې دمه ۴ ځله زلزله شوې ده. د مسولینو په وینا، د سیمې خلکو ته د زلزلې له امله درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
































