اروپايي ټولنې د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره له اوکراین سره د نورو پوځي مرستو ژمنه کړې خو په ورته مهال یې د دې ټولنې د غړو ترمنځ د لا ډير یووالي غوښتنه کړې ده. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون له اوکراین سره د ۵۰۰ ميلیونو یورو نوره پوځي مرسته اعلان کړه. په دې سره پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته له دغه هېواد سره د اروپايي ټولنې د ټولو مرستو کچه دوه نیم میلیارده یورو ته رسيدلې ده. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولېبا پر خپل ټویتر د دې مرستې ستاینه کړې او په ورته وخت کې يې د اروپايي ټولنې د لا ډيرو مرستو غوښتنه کړې ده. کولېبا د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیرانو ته په وینا کې ويلي چې اوکراین ته وسلې، پر روسیې بندیزونه او له روسیې سره پر اوکراین د یرغل په خاطر حساب کتاب د ده اصلي غوښتنه ده. د هغه په وینا په همدې دریو لارو په اروپا کې سوله، امنيت او ثبات ټينګېدای شي.
































