د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۶۵۶۷۴۰۴ کسه په کرونا اخته شوي دي. له دې ډلې تر اوسه پورې کرونا ویروس ۳۸۷۹۱۳ کسه مړه کړي دي. په امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۹۰۱۷۸۳ ته رسېدلی دی. همدا راز تر دې دمه ۱۰۹۱۴۲ کسه په امریکا کې کرونا ویروس مړه کړي دي. په برازیل کې د مثبتو پېښو شمېر ۵۸۴۵۰۲ ته رسېدلی دی. په دغه هېواد کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۳۲۵۸۶ ته رسېدلی دی. په برېتانیا کې د مړو شو شمېر ۳۹۷۲۸، په ایټالیا کې ۳۳۶۰۱، په فرانسه کې ۲۹۰۲۱ او په هسپانیه کې بیا ۲۷۱۲۸ ته رسېدلی دی.
































