د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان او نورو هېوادونو کې د بریتانیا او امریکا د جنګي جرمونو څېړنه وکړي. د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې، د یاد وزارت ویاند وانګ ون بین پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک له ظلمونو او زيانونو څخه خوندي وساتي. وانګ ون بین په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو له لوري د عامو افغانانو وژلو ته په اشارې ویلي چې د عامو افغانانو د وژلو پېښې د دې ښکارندويي کوي، چې پر بشري حقونو د امريکا او د دغه هېواد د ملګرو هېوادونو تېری او ظالمانه کړنې سيستماتيکې او دايمي دي. د یادونې ده چې څه موده وړاندې د بيبيسي په ګډون نورو خبري رسنیو راپور ورکړی و چې د بریتانیا د ځانګړو هوایي ځواکونو غړو په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال بندیان او عام وګړي وژلي او حتی د ملکي افغانانو وژلو کې یې یو بل سره سیالۍ ترسره کړې دي.
































