په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي چې واک ته د افغانستان ا.ا له رسېدو راهیسي په دغه هېواد کې په بریدونو کې ۷۰۰ کسان وژل شوي او ۱۴۰۶ کسان ټپیان شوي دي. راپور کاږي چې په دغو بریدونو کې تر ډېره مذهبي اقلیتونه په نښه شوي دي چې پړه یې داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دفتر سرپرست مارکس پوټزل د یاد راپور د وړاندې کولو پر مهال ویلي چې، یوناما د ښځو د ګډون او د نجونو د زدهکړو په اړه له اوسنیو چارواکو سره خپلې اندېښنې او مشورې شریکې کړې دي. پوتزل دغه راز په افغانستان کې د خلکو بشري وضعیت ته په اشارې ویلي چې ۲۵ میلیونه افغانان لا هم بشري مرستو ته سخته اړتیا لري چې دا شمېر د تېر کال په پرتله ۶ میلیونه ډېر شوی دی. هغه زیاته کړې ده چې نړیوال بندیزونه نباید د افغانانو ورځنی ژوند اغېزمن کړي.
































