د افغانستان د ا.ا کابينې د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ يوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د کمال خان او بخش اباد بندونو د پاتې کارونو ارزونه وکړي. د ا.ا مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد پر ټويټر خپاره کړي لنډ بيان کې ليکلي چې ټاکل شوی پلاوی به د کمال خان او بخش اباد بندونو د پاتې کارونو په تړاو د خپلو ارزونو راپور د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. مجاهد ويلي، يادې ارزونې په دې موخه کيږي چې په کمال خان او بخش اباد بندونو کې پاتې کارونه هم بشپړ شي. کمال خان او بخش اباد د هيواد په لويديځ کې د اوبو د مديريت دوې مهمې پروژې دي چې د کارونو لويه برخه يې د جمهوريت پر مهال بشپړه شوې ده.
































