د کرونا له پراختیا سره هممهاله د افغانستان د روغتیايي سکتور کمزوري به ناورین رامنځ ته کړي. دیپلومات ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د کرونا د پراختیا روان وضعیت ته کتنه کړې ده. دغه نشریه لیکي په افغانستان کې د ۸۰ یا ۹۰ سلنه مشکوکې پېښې نه ټېسټ کېږي چې ښایي د ناورین لامل شي. د سرچینې په خبره کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دی، افغانستان د مشکوکو پېښو د ټېسټ وړتیا نه لري او یوازې لس سلنه پېښې دوی ازمویلی شي. سرچینه کاږي په داسې یوه وخت کې د روغتیايي بنسټونو کمزوري په افغانستان کې د ناورین سبب کېدلی شي. ديپلومات نشریه لیکي سره له دې چې په تېرو ۱۹ کلونو کې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د میلیاردونو ډالرو مرسته وشوه، خو دغه برخه د فساد له امله لا هم له ګڼو نیمګړتیاوو ډکه ده. سرچینه وایي چې کرونا ویروس به په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې موجود ظرفیت هم زیانمن کړي.
































