ملګري ملتونه وايي افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله په وسله والو جګړو او ملکي مرګ ژوبله کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د ملګرو ملتونو په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې په تېرو لسو میاشتو کې په افغانستان کې وسله والې نښتې د پام وړ را کمې شوې دي خو له بده مرغه ملکي مرګ ژوبله لا هم شته ده.
سرچینه کاږي چې په تېرو لسو میاشتو کې په افغانستان کې د نښتو او جګړو له امله ۲۱۰۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په دې ډله کې ۷۰۰ یې وژل شوي او پاتې نور ټپیان دي.
د مرګ ژوبلې لوړه سلنه په داعش ډله پورې اړوند بلل شوې او په خبره یې دغه ډلې په مذهبي ځایونو او نورو سیمو کې پر ملکي وګړو د بریدونو مسوولیت اخیستی دی. ملګرو ملتونو همدا راز د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په دې تړاو یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
































