افغان حکومت وایي طالب پلاوی لا هم په کابل کې دی او د طالبانو نور بندیان به هم خوشي کېږي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي چې د زندانیانو پر خوشي کولو کار روان دی او په نږدې ورځو کې به د خوشو شوو طالب بندیانو شمېر درې زره ته ورسېږي. فیصل دا نه دي ویلي چې د نورو بندیانو د خوشي کولو کره نېټه کومه ده. د طالبانو پنځه کسیز پلاوی اوس په کابل کې دی او د زندانیانو له خلاصون څارنه کوي. د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې په لاسلیک کې یو شرط دا و چې د مارچ تر لسمې به د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کېږي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پيل شي. خو د ستونزو او کشمکشونو له امله تر اوسه د طالبانو بندیان پوره نه دي خوشي شوي او نه هم د بین الافغاني خبرو د پيل په برخه کې محسوس پرمختګ شوی دی.
































