د متحده ایالاتونو د مرکزي استخباراتو (سيایاې) مشر ویلیم بنز ویلي چې دوی هیڅکله داسې تمه نه لرله چې د افغانستان د جمهوري دولت مشران به تښتي. هغه دا څرګندونې په اسپین امنیتي فورم کې د خبرو پر مهال کړې دي او زیاته کړې یې ده چې امریکا هیڅ توقع نه لرله چې د افغانستان د پرځول شوي حکومت مشران به وتښتي او د دې هیواد پوځ به وپاشل شي. نوموړي زیاته کړې ده چې ده تر سقوط لږ مخکې له افغان چارواکو څخه دا ډاډ تر لاسه کړی و چې پوځ به په هیڅ صورت اجازه ورنه کړي چې د افغانستان دولت سقوط وکړي خو وروسته چې خبرېده، د ولسمشر او نورو لوړپوړو پوځي چارواکو په ګډون ټولو پښې سپکې کړې وې.
































