روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۷۸۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له دې سره پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۱۸۰۵۴ ته رسېدلی دی. د عامې روغتیا وزارت د خپرو شویو مالوماتو له مخې، تېره شپه ورځ کې یادې ناروغۍ ۶ تنه مړه کړي دي او له دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۳۰۰ ته پورته شوی دی. دغه راز یاده موده کې پر کرونا اخته ۶۳ ناروغان بېرته رغېدلي هم دي چې ورسره د ټولو رغېدلو کسانو شمېر بیا ۱۲۹۶ ته لوړ شوی دی.
































