امریکا وایي ایران له روسیې سره په نږدې کېدو ځان ته خطرونه جوړوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، ایران تل هڅه کړې له هغه هېوادونو سره نږدې شي چې به نړیواله کچه منزوي شوي دي.
دده په وینا ایران روسیې ته په ځان نږدې کولو سره خپل برخلیک او همدا راز ګټې له خطر سره مخ کوي. دده په خبره ایران ته نه وه په کار چې پر اوکراین د روسیې برید وستايي او ځان د بریدګر هېواد ملګری وبولي. هغه زیاته کړې چې که ایران اټومي هوکړې ته راستون شي نو له نړیوالو سره نوې اقتصادي اړیکې جوړولی شي چې دا د دوی په ګټه اقدام دی.
































