د امریکا استخباراتي اداره، سي آی اې وايي، چې د اوکراین په جګړه کې تر اوسه شاوخوا ۱۵ زره روسي عسکر وژل شوي دي. سي آی اې ویلي له هغه وخته چې روسېې پر اوکراين پوځي یرغل پيل کړی، تر اوسه د روسېې شاوخوا ۱۵ زره عسکر په جګړه کې وژل شوي دي. د سي آی اې مشر، ویلیام برنس، وايي له دغه شمير څخه درې برابره ډير روسي عسکر ټپیان شوي هم دي. ویليام برنس زیاته کړه چې په دغه جګړه کې اوکرایني لوري ته هم تلفات اوښتي دي. برنس زیاته کړې، روسي ځواکونو ته تر ټولو ډير تلفات په ختيځه سیمه دونباس کې اوښتي دي کوم چې لوهانسک او دونيڅک سيمې هم په بر کې نیسي. هغه وويل روسي ځواکونو په ځينو حالاتو کې امن ځایونو ته شاتګ کړی او بیا ېې له هغو ځایونو څخه اوږد واټن ويشتونکو وسلو څخه استفاده کړې تر څو ېې په موثره توګه اوکرايني اهداف له منځه وړي وي.
































