د ایټالیا لومړي وزیر ماريو دراګي یونیم کال مخکې د ایټالیا د ملي یووالي حکومت د مشر په توګه غوره شوی و خو اوس یي چي د ځینو ګوندونو ملاتړ له لاسه ورکړ، له دندې لاس په سر شو. دراګي ولسمشر سرجیو ماتاریلا ته ویلي، دریو ګوندونو د باور رایې له ورکولو تېره شپه ډډه کړې او له همدې کبله یې استعفا کړې ده. ولسمشر له هغه وغوښتل چې د سرپرست مشر په توګه پاتې شي او ښايي ټاکنې ژر را روان منی ترسره شي. له دې مخکې دراګي د اروپا مرکزي بانک مشر و او د یورو زون کاروونکو هېوادونو کړکېچ اداره کولو له کبله یې د غوره ماریو لقب خپل کړ.
































