د رییس الوزرا سیاسي مرستیال په داسې حال کې چې د هېواد اقتصادي وضعیت مخ پر ښه کېدو بولي وايي، د خلکو لپاره هرډول اسانتیا، پرمختګ، ټولنیزه او اقتصادي سوکالي د سرپرست حکومت له لومړیتوبونو دي. سیاسي مرستیال عبدالکبیر وايي، چې د خلکو پرمختګ، ټولنیزه او اقتصادي سوکالي د اسلامي امارت له لومړیتوبونو دي. د یادونې چې هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د نړۍ ټولو هېوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړې دي او د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالره کنګل کړل. سره له دې چې سرپرست حکومت د مامورینو معاشونه ورکوي خو دې ډيری خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی.
































