د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، ا.ا د امریکا متحده ایالاتو سره دوحه کې کړي ژمنې پر ځای کړي دي. مجاهد نن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند نډ پرایس څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې ا.ا به هیچاته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي. د راپورنو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس پرون خبریالانو ته وویل تر څو چې طالبان د امریکا متحده ایالاتو او افغانانو غوښتونو ته پام ونکړي متحده ایالات به له هغوی سره اړیکې ونه ساتي. خو د طالبانو حکومت ویاند د تیر په شان یو ځل بیا ویلي چې ا.ا د ټولو وګړو شرعي حقوقو ته ژمن دی. مجاهد ویلي چې لکه څرنګه چې د طالبانو حکومت نه غواړي د نورو هیوادونو په کورنیو چارو مداخله وکړي، همدارنګه له نورو هیوادونو هم ورته تمه لري چې د افغانستان په کورنیو چاروکې مداخله ونکړي او موږ ته د ژوند کولو بڼه راونښيي.
































