د راتلونکې دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړېږي. هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د راتلونکې دوشنبې او سې شنبې په ورځو په جوړېدونکي کنفرانس کې به هندوستان هم ګډون وکړي. هندي رسنیو د افغانستان د امنیت او اقتصادي ودې په نوم دا غونډه ځکه مهمه بللې چې د دوی په باور پر افغانستان د ا.ا د دوهم ځل واکمنېدو د یوه کال له تېرېدو وروسته جوړېږي. په دې غونډه کې به د نړۍ د شلو هېوادونو او د څو نړیوالو ټولنو پلاوي برخه ولري او د افغانستان امنیتي وضعیت او بشري بحران به وڅېړل شي. دې غونډې ته د ا.ا استازي هم بلل شوي خو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې دا بلنه د افغان حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه ده.
































