وروسته تر هغه چې د امریکا امنیتي ادارو د اعتراض کوونکو پر وړاندې د ټرمپ د زور کارولو له پرېکړې سره مخالفت وکړ، اسوشیټډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د یادو تاوتریخجنو لاریونونو له پیله تر اوسه شاوخوا ۱۰ زره اعتراض کوونکي د پولیسو له لوري نیول شوي دي. بلخوا اینډپنډنټ نشریې هم راپور ورکړی دی چې تر پرون ورځې پورې شاوخوا ۹ زره او ۳۰۰ لاریونوال د پولیسو له لوري تر توقیف وروسته زندانونو ته اچول شوي دي. دا لاریونونه چې د پولیسو له لوري د جورج فلویډ په نوم د یو تورپوستي تر وژل کېدو وروسته پیل شوي، امریکایي چارواکي یې سخت وارخطا کړي دي.
































