ايران کې ورزشي لوبغالو ته د مېرمنو پر ورتګ بيا بنديز لګول شوی دی. راپورونو کې راغلي چې د ايران په مشهد ښار کې چارواکو پرون هغه ميندې يوه لوبغالي ته له ننوتو را ګرځولې چې اولادونو يې د کاراتې سيالۍ پکې کولې. چارواکو ويلي، لوبغالو ته د يادو مېرمنو د ورتګ مخه يې د رهبرۍ د يوه فرمان پر بنسټ نيولې ده. پر خواله رسنيو د پېښو خپرو شويو ويډيوګانو کې يو شمېر امنيتي منسوبين ښکاري چې مېرمنې لوبغالي ته له ننوتلو را ګرځوي. کله چې يادې مېرمنې اعتراض کوي نو امنيتي منسوبین ورته وايي چې دوی يوازې هغه فرمان تطبيقوي چې تازه د لوبغالو ادارو ته استول شوی او پکې ويل شوي چې مېرمنې په لوبغالو کې د ورزشي لوبو ننداره نه شي کولی. ايران کې په وروستيو کې پر مېرمنو محدوديتونه بيا ډير شوي چې له کبله يې پراخ اعتراضونه هم پيل شوي دي.
































