د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي د چين له سي جي ټي اېن ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي، لويديځو بانکونو کې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ د افغانستان د ټول ملت ملکيت دی او ا.ا له امريکا غواړي چې يادې شتمنۍ له هر راز شرط پرته ازادې کړي. بلخي زياته کړې چې د افغانستان بانک د شتمنيو کنګل کېدو افغانستان کې اقتصادي فعاليتونه زيانمن کړي او مالي اقدامات يې له خنډونو سره مخ کړي دي. د بهرنيو چارو وزارت وياند ټينګار کړی چې د امريکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابلو ګټو پر بنسټ اړيکې غواړي. ده ويلي، نړيوال بايد دا ومني چې افغانستان متفاوته ټولنه ده چې ځانګړي دودونه او مذهبي اصول لري. هغه ټينګار کړی چې افغانستان بايد د امريکا د متحدو ايالتونو توره کاپي نه وي او نه بايد دا هڅه وشي چې د افغانستان د خلکو په زرګونو کلونو پخواني دودونه په يوه شپه کې بدل کړي. بلخي د نجونو پر زده کړو د محدوديتونو په تړاو ويلي چې پر منځنۍ کچه د نجونو پر زده کړو بنديزونه نه دي لګول شوي بلکې دا زده کړې د يوې لنډې مودې لپاره ځنډول شوې دي. هغه ومنله چې يوه ډله خلک د نجونو د زده کړو مخالف دي چې اوس يې د قانع کولو هڅې روانې دي.
































