ارګ کې باخبره سرچینې وایي چې ژر به د ولسمشر غني د تازه فرمان په اساس د دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو کمیشنران او د کابل په ګډون د ټولو ولایتي دفترونو رییسان او لوړه فیصدي مامورین له دندو ګوښه او یوازې په ټولو مرکزي او ولایتي دفترونو کې به لس فیصده مامورین پریښودل شي چې، اکثریت به یې خدماتي او د لوژستیکي تخنیکي وسایلو ساتونکي مامورین وي.سرچینه وایي ددې پریکړې مهم لامل د ټاکنیزو کمیسیونونو د بیا اصلاح په موخه د ولسمشر غني او عبدالله تازه هوکړه او د بودجې نشتوالی دی.سرچینه وایي دغه وړاندیز د کمیسیون بهرنیو ملاتړ کوونکو د مالیې وزارت سره په همغږۍ ولسمشر ته کړی دی او ویلي یې دي چې که راتلونکي درې کاله هیڅ د ټاکنو کمیسیونونه هم ونه لرو ستونزه به نه وي.
































