د ايران په فارس ولايت کې د سيلابونو د راوتلو له کبله لږ تر لږه ۲۱ تنه مړه شوي او دوه نور تري تم دي. د فارس ځايي چارواکو او د سرې مياشتې ټولنې رضاکارانو ويلي چې سيلابونو تر ټولو ډير تلفات په استهبان ولسوالۍ کې اړولي دي. سيلاب ځپلې سيمې ته ۳۰ ژغورندويي ډلې او ۱۵۰ ژغورونکي استول شوي څو د راتلونکو خطرونو په مخنيوي کې له خلکو سره مرسته وکړي.
د ايران د سرې مياشتې ټولنې په لومړيو کې د سيلابونو له کبله د مړو شويو کسانو شمېر پنځه تنه ښودلی و، خو سيمې ته د ژغورندويو ډلو تر رسېدو وروسته جوته شوه چې د سيلابونو له کبله د اوښتو تلفاتو شمېر تر اټکل ډير زيات دی.
































