د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د اوکراین په جګړه کې دوه امریکایان وژل شوي دي. د دغو امریکایانو د وژل کېدو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې روسي ځواکونو پر اوکراین له برید څو میاشتې وروسته یو ځل بیا د یاد هېواد په ختیځ کې د دونباس پر سیمې بریدونه زیات کړي دي. د خبر له مخې، اوکراین د نړۍوالو داوطلبانو لپاره چې بېلابېلې پخوانۍ نظامي زده کړې لري، یوه ډله جوړه کړې خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا نه ده تایید کړې چې ایا دغه دوه امریکایان اوکراین ته د جګړې په هدف تللي وو که د کوم بل کار لپاره. له دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د بهرنیو چارو وزارت امریکایي وګړو ته د اوکراین د سفر او په جګړه کې د برخې اخیستنې په اړه خبرداری ورکړی و.
































