د لیبیا د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په طرابلس کې د دوو وسله والو ډلو په برید کې ۱۶تنه وژل شوي او۵۰ نور ټپیان شوي دي. سرچینې زیاته کړې چې ټپیان تر پېښې وروسته د درملنې په هدف روغتون ته وړل شوي دي. دا نښته د جمعې په ماښام پیل شوې او پرون ناوخته پایته رسېدلې ده. د یادولو وړ ده چې په لیبیا کې تر دې وړاندې هم په ورته پېښو کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. تر اوسه د دغو نښتو دقیق لامل معلوم نه دی.
































