د اوکراین د غلو دانو د صادراتو په اړه د روسیې او اوکراین تر موافقې ۲۴ ساعتونه وروسته روسیې د اوکراین په اودیسا بندر راکټي برید کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې موافقه شوې وه د اوکراین د غلو دانو صادرات به د اوکراین د اودیسا بندر نه د تور سمندرگي له لارې ترسره کیږي. د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زېلینسکي د دغه هېواد د اودېسا ښار پر بندر د توغندیو له برید وروسته روسیه په بربریت تورنه کړې ده. زېلینسکي ویلي دغو بریدونو وښوده چې څنګه پر مسکو پر هوکړه د عمل باور نشي کېدلی. هغه پر دې هم ټینګار کړی چې د هوايي دفاع سیستمونو ترلاسه کولو لپاره به هر ممکن ګام پورته کړي چې راتلونکې کې پرې داسې توغندي شنډ کړي.
































