په کندهار کې لسګونو ښځو له خپلو یتیمو ماشومانو سره یو ځای لاریون وکړ او د جګړې له ښکېلو غاړو یې د سولې غوښتنه وکړه. د لاریون برخه والو جنګ د څه لپاره شعارونه بدرګه کول. دوی وايي، جګړې د ټول افغانستان اوسېدونکي د غم پر ټغر کېنولي او روانه جګړه څرګنده ورور وژنه ده. دوی د جګړې له دواړو غاړو وغوښتل چې پر خلکو رحم وکړي، جګړه ودروي او ژر تر ژره د سولې خبرې پيل کړي. د لاریون برخه والو ګواښ وکړ که يې غوښتنو ته درناوی و نه شي نو لاریونونه به یې دوام ولري. کندهار کې داسې مهال لسګونه ښځې د جګړې په خلاف لاریون کوي چې په تېرو درېیو اوونیو کې د سړک غاړې ماینونو لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دا لاریون داسې مهال شوی چې تېره ورځ په کابل کې یو شمېر سفارتونو په ګډه اعلامیه کې په افغان سولې پروسه او بین الافغاني مذاکراتو کې ښځو ته د زیاتې ونډې پر ورکولو ټینګار وکړ.
































