روان کال به د هرات د انګورو له بڼونو زرګونه ټنه محصولات راټول شي. د هرات ولایت د کرنې ریاست وایي روان کال د انګورو په حاصلاتو کې شل سلنه ډېروالی راغلی چې له همدې امله ښایي بڼوال شاوخوا ۱۵۰ زره ټنه حاصلات راټول کړي.
د سرچینې په خبره د دې حاصلاتو له ډلې شاوخوا ۷۰ سلنه یې په همدې ولایت کې په ممیزو بدلېږي چې تر پروسس وروسته بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي. هرات د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې پرېمانه د انګورو بڼونه لري او شاوخوا اویا ډوله انګور پکې لیدل شوي دي. د هرات بڼوال هم وايي چې حکومت دې ورته بازارونه پیدا کړي او د پلور په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.
































