اروپایي ټولنه وایي چې ددې ټولنې د بېړنۍ بودجې څخه ۲.۷ میلیارد ډالر د کرونا وبا د واکسین اخیستلو ته ځانګړي شوي دي. د اروپایي ټولنې د چارواکو په وینا دغه بودجه همدا راز په اروپا کې د واکسین د تولید د ظرفیت د زیاتولو او د درمل جوړولو شرکتونو ته د بیمې د ورکولو لپاره هم کارول کیږي. اروپایي ټولنه اندېښمنه ده چې د کرونا وبا د واکسین د تولید په صورت کې به د اروپا د ۴۵۰ میلیونه نفوس د چټک واکسین کېدو لپاره پوره واکسینو ته ښایي لاسرسی ونه لري. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې حکومتونه، د درمل جوړولو شرکتونه او څیړونکي په شاوخوا ۱۰۰ واکسیونونو باندې کار کوي چې د کرونا واکسین ترلاسه شي. متخصصین وایي د یو ګټور واکسین ترلاسه کول چې وکړای شي ددې ناروغۍ مخنیوی وکړي له ۱۲ نه تر ۱۸ میاشتو وخت ته اړتیا لري.
































