احمد نواف الاحمد الصباح د کويټ د نوي لومړي وزير په توګه ټاکل شوی دی. نوموړی د کويټ د امير نواف الاحمد الصباح مشر زوی دی، په ۱۹۵۶ کال کې زيږيدلی او تر دې وړاندې يې د ۲۰۲۰ کال له نوامبره بيا د ۲۰۲۲ کال د مارچ تر نهمې نېټې پورې د کويټ د ملي ګارد د عمومي قوماندان د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړی پرون تر هغې وروسته د نوي لومړي وزير په توګه ټاکل شوی چې مخکني لومړي وزير صباح الخالد الحماد الصباح او د هغه کابينې استعفاء وکړه. د کويټ امير د نوموړي د استعفا تر منلو وروسته نواف د لومړي وزير په توګه ټاکلی او د نوې کابينې د جوړولو سپارښتنه يې ورته کړې ده.
































