پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، هېواد کې د وروستیو سېلابونو د راوتلو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۸ ته لوړ شوی، چې ۱۰ په میدان وردګو، ۵ په ننګرهار او ۳ نور په نورستان ولایتونو کې مړه شوي دي. پېښو ته د رسېدو په چارو د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وویل چې د دوی ولایتي ټیمونه هڅه کوي چې سېلاب ځپلو ته اړینې مرستې ورسوي. بل خوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت زیاتوي، یاد سېلابونه چې په لسو ولایتونو کې راوتلي، ۵۰ زره کرنیزه ځمکه يې تخریب کړې او دا شمېره به نوره هم لوړه شي.
































