ازبکستان وایي د افغانستان په تړاو کنفرانس کې شاوخوا شل هېوادونه ګډون کوي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دغه کنفرانس کې د افغانستان پر اقتصادي پراختیا او په دې برخه کې د همکاریو پر همغږۍ خبرې کېږي.
دغه هېواد وایي چې په دې کنفرانس کې د رسمیت مسئله نه مطرح کېږي او یوازینی موخه د افغانستان اقتصادي وده او د ستونزو د حل لپاره لارې چارې لټول دي. په ورته وخت کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي او په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، اقتصادي همکاریو، دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ خبرې شوې دي.
































