پاکستان د ډبرو سکرو د وارداتو ډېرولو په لټه کې دی. پاکستاني رسنۍ وایي تازه یو پاکستانی پلاوی له افغان لوري سره دې هوکړې ته رسېدلی چې د ډبرو سکرو د وارداتو لپاره به لا نورې لارې او دروازې پرانیستل کېږي.
پاکستان ویلي دوی له افغان لوري د لا ډېرو سکرو د اخیستلو پلان لري چې له همدې امله هڅه کوي د تورخم او سپین بولدک تر څنګ نورې لارې هم د موټرونو د تګ راتګ پر مخ پرانیزي. پاکستان په وروستیو کې هڅه کوي چې د افغانستان د ډبرو سکاره وارد کړي، خو افغان لوري ویلي چې د سکرو بیه یې لوړه کړې ده او نړیوالو بیو ته نږدې ده. په ورته وخت کې ددې برخې څارونکي بیا اوسنۍ بیې په کافي اندازه لوړې نه بولي او د لوړېدو غوښتنه یې کوي.
































