سنپ چټ خواله رسنۍ ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اکونټ یې بند کړی دی. له دې وروسته دې اپلیکېشن کې د ډونلډ ټرمپ په نوم حساب نه موندل کېږي. دې رسنۍ ویلي، داسې غږونو ته ځای نه ور کوي چې توکمیز تاوتریخوالی او بې عدالتي دودوي. سنپ چټ له هغه وروسته دا پرېکړه کړې چې ټرمپ وویل، که اعتراضیان د سپینې ماڼۍ د خوندیتوب سیمه نقض کړي، نو سپي او وسله به یې پرضد وکاروي. له دې مخکې ټوېټر هم د ولسمشر ټرمپ ځینې پوسټونه له سترګو پنا کړي وو.
































