د کابل – کندهار پر لویه لاره د سپرلیو یو غټ موټر د سیلابي اوبو له امله چپه شوی، څلور تنه پکې مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي. د زابل ولایت د اطلاعات او فرهنګ وزارت وایي، چې دا پېښه تېر ماخوستن شاوخوا لسو بجې د شهر صفا ولسوالۍ او د ولایت مرکز کلات ښار ترمنځ د فولادګي به سیمه کې رامنځته شوې ده. سرچینې زیاته کړه، د سپرلیو یو غټ موټر په یاده سیمه کې د سیلابي اوبو له امله چپه شوی او سپاره یې د اوبو په مینځ کې پاتې شوي وو. په خبرپاڼه کې راغلي، د زابل والي، مرستیال والي، امنیتي ځواکونه، د لواء او قومندانۍ ژغورونکي وسایل سیمې ته رسېدلي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، امبولاسونه او روغتیايي ټیم هم سیمې ته رسیدلي او ټپیان یې روغتون ته لیږدولي دي. بلخوا د زابل د عامی روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمی وایي چې په یاده پېښه کې ددرېیو ښځو په ګډون څلور تنه مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
































