د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیندنه کې ویلي، د تاشکند غونډه د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره جوړه شوې ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوروف د تاشکند ناسته کې د افغانستان د لوړپوړي پلاوي د ګډون له امله خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دې ناسته کې به د افغانستان پرمختګونه بیان شي څو د ګډونوالو قناعت ترلاسه شي. نوروف په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او د افغانستان له لارې د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا هرکلی کړی، زیاته کړې یې ده چې د ازبکستان ولسمشر د افغانستان سولې او ثبات ته ځانګړی پام کوي او له دې فرصت څخه په استفادې د ترمذ – مزارشریف – کابل – پېښور پر رېل ګاډي په جدیت سره کار کوي. هغه ویلي چې د دې پروژې په پلې کېدو سره به منځنۍ او سوېلي اسیا له یو بل سره وصل شي او له دې لارې به د افغانستان اقتصاد ډېره وده وکړي.
































