عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا ۹۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له تازه ثبت شویو پېښو سره په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۸۹۶۹ تنو ته ورسېد. له تازه ثبت شویو پېښو څخه ۴۲۳ په کابل، ۲۰۱ په هرات، ۱۱۶ په بلخ، ۲۹ په کندوز، ۲۳ په کونړ، ۲۱ په کندهار، ۲۱ په فراه، ۲۱ په سرپل، ۲۰ په هلمند، ۱۵ په سمنګان، ۱۱ په پکتیا، ۷ په ننګرهار، څلور په میدان وردګو او درې په لغمان ولایت کې ثبت شوي دي. همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ تنو د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷۸ نور بیا روغ شوي دي.
































