د ازموینې ملي ادارې د تېر حکومت تر پرځېدو وروسته بېرته خپل فعالیت یو ځل بیا پیل کړ او له ۱۲۰ تنو څخه يې د آزادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیسته. د ملکي خدمتونو ملي ادارې سرپرست عبدالبصیر صدیقي وایي چې هڅې يې روانې دي څو په اداراتو کې شفافیت رامنځ ته کړي او نور هیڅوک هم په اداراتو کې د ستخدام له پروسې څخه شکایت ونه کړي. د چارو ادارې مرستیال سیف الدین طایب هم وایي چې د الکترونیکي آزموینو ملي ادارې پيلېدو سره به په آزموینو کې د فساد مخنیوی وشي او حق به حقدار ته وسپارل شي. د ټولګټو چارو وزارت وايي چې ۱۴۲بستونو ته تر دوه زرو ډېرو خلکو نوملیکنه کړې ده او ۳۰۰ نور بستونه به په نږدې راتلونکې کې ازاد رقابت ته وړاندې شي.
































