د قطر امیر د ۲۰۲۲ زېږدیز کال تر ټولو اغېزناک مسلمان شخصیت وپېژندل شو. د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د اردن میشته مسلم ۵۰۰ بنسټ لخوا د ترټولو با نفوذه مسلمان په توګه ونومول شو. دغه څېړنیز بنسټ په خپل راپور کې لیکلي، د قطر امیر په ښو سیاسي اړیکو او پرله پسې بهرنۍ پانګونې سره د سولې د منځګړیتوب په توګه د خپل هېواد سیمه ییزې هڅې وړاندې کړې او په نړیواله کچه یې مهم رول لوبولی دی. د راپور له مخې تېر کال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لومړی مقام درلود. دغه بنسټ هر کال د ۵۰ با نفوذه مسلمانو شخصیتونو نوملړ جوړوي، چې سږ کال په کې د قطر امیر لومړی ځای لري، ورپسې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي یاد شوي دي.
































