په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند پر خپله تویټر پاڼه لیکلي، چې امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو د پلان شویو بریدونو د شنډولو په هدف نن په کندهار او تېره شپه په فراه ولایت کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي. د امریکايي ځواکونو ویاند همدا راز ویلي، چې د اختر له اوربند وروسته دا لومړني هواید بریدونه دي، چې د وسله والو مخالفینو پر ضد تر سره کېږي.
































