د امريکا د ولسي جرګې جمهوري غوښتونکو غړو يو ځل بيا د بايډن له ادارې غوښتي چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ايستلو په تړاو معلومات خپاره کړي. واشنګټن ايګزماينز ويلي، د امريکا د استازو جرګې د استخباراتو د کمېټې غړو دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو ته د ليکونو په استولو سره ويلي چې د افغانستان د چټک سقوط په اړه د موندنو د خپرولو لپاره پر پخوانيو غوښتنو عمل وکړي. د مايک ټرنر په مشرۍ د امريکا د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو غړو يوې ډلې ويلي، غواړي پوه شي چې افغانستان کې ولې هر څه په چټکۍ او ډراماټيک ډول بدل شول. په ليک کې غوښتل شوي چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ايستلو، چټک سقوط او تخليې ماموريت په تړاو د معلوماتو د پټ ساتل کېدو لپاره دليل پاتې نه دی او اړتيا ده چې په دې تړاو ټول معلومات خپاره شي.
































