د اغا خان د فرهنګي بنسټ مشر اجمل ميوندوال چې پرون د تاريخي ابداتو د کتلو لپاره غزني ته سفر کړی و ويلي، بنسټ يې غواړي چې د دغه ولايت ځينې تاريخي ابدات بيا ورغوي. باختر اژانس په يوه راپور کې ويلي چې ميوندوال د غزني تاريخي ابدات د افغانستان افتخار ګڼلي او د هغو پر ساتنې يې ټينګار کړی دی. غزنی چې په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي ثقافت پلازمېنه نومول شوې، خورا ډير تاريخي ابدات لري. د دغو تاريخي ابداتو له ډلې ۳۶ هغه په ۲۰۱۳ کال کې ورغول شوې او ګڼې نورې يې بيارغونې ته اړتيا لري.
































