د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون ویلي، هېواد یې امریکا سره هر ډول پوځي مقابلې ته چمتووالی لري. ددغه هېواد دولتي اژانس د خبر له مخې، کېم جونګ دا خبرې د کوریا جګړې د ختمېدو د کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړې دي. سرچینې زیاته کړې، یاده غونډه کې کیم جونګ ویلي، د امریکا له لوري اټومي ګواښونه شمالي کوریا دې ته اړ باسي چې خپلې تاریخي بېړنۍ دنده یانې له ځانه د دفاع پیاوړتیا پیل کړي. د راپور له مخې، داسې ښکاري چې د شمالي کوریا مشر دغه څرګندونې هغو راپورونو ته په غبرګون کې کړي چې سویلي کوریا د احتمالي برید په صورت کې د شمالي کوریا اټومي ګواښ سره د مقابلې لپاره د یوه پلان پر جوړولو لګیا ده. د سویلي کوریا د نوي ولسمشر له واک ته رسېدو سره چې د شمالي کوریا پر وړاندې یې سخت دریځ خپل کړی، د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو کې بدلون راغلی دی.
































