په داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونه د لوېدېځ ښار خېرسون کنټرول بېرته ترلاسه کولو ته چمتوالی نیسي، روسي ځواکونو د اوکراین په لر او بر کې مرګوني بریدونه کړي دي. اوکراییني چارواکي وايي، پر مرکزي ښار کروفینېڅکیې د یوه توغندیز برید له کبله پنځه کسان وژل شوي او ۲۶ کسان ټپیان شوي دي. بل لور ته په ختیځه بخموت سیمه کې د یوه بل برید له کبله درې کسان وژل شوي دي. پلازمېنې کیېف ته نژدې یوه پوځي مرکز کې هم ۱۵ کسان ټپیان شوي دي. د اوکرایین په شمال او سویل کې هم بریدونه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې اوکرایني پوځیان هڅه کوي د هېواد په سویل کې ځای پر ځای شوي پوځیان له نورو جلا او محاصره کړي.
































