د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی، چې دونیڅک کې د بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې پر یوه زندان کې د اوکرایین توغندیز برید ۴۰ اوکرایني زندانیان وژلي دي. همدارنګه روسيي چارواکو ادعا کړې چې د اولینیفکا پر زندان د توغندي د لګېدو له کبله ۷۵ نور زندانیان ټپیان شوي دي. خو د اوکرایین پوځ نه یوازې دا چې له خپلې خوا توغندي برید رد کړی، ترڅنګ یې روسیه تورنه کړې چې خپله یې پر زندان ډزې کړې دي. د راپورونو له مخې برید مخامخ د زندانیانو پر بلاک شوی دی او ښايي د وژل شویو شمېر نور هم زیات شي.
































