د ا.ا چارواکي وايي چې د سيمې او نړۍ هېوادونه به ډېر ژر د افغانستان نوی حکومت په رسميت وپېژني. د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزي په يوه مرکه کې ويلي چې د سيمې او نړۍ ځينې هېوادونه به ډير ژر د افغانستان د ا.ا په رسميت پېژندلو کې خپلې اقتصادي او سياسي ګټې درک کړي او په دې برخه کې به اقدامات وکړي. ستانکزي يو ځل بيا نړيوالو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به يې پر خلاف ونه کارول شي، د نجونو پر زده کړو به ټول محدوديتونه پای ته ورسول شي او افغانستان به د سيمه ييزو او نړيوالو همکاريو پر ډګر بدل شي. دا ټولې هغه غوښتنې دي چې نړيوال يې د افغانستان د ا.ا د په رسميت پېژندلو لپاره د شرطونو په توګه وړاندې کوي. ستانکزي له نړيوالو وغوښتل چې د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
































