د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتو وړاندوینه شوې ده. د هېواد د هواپېژندنې ملي ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د هېواد په ګنو ولایتونو کې د سختو سیلابونو د راوتو او ورښتونو وړاندوینه شوې ده.
دغه اداره وایي چې ښايي له ۱۰ تر ۴۰ میلي میتره پورې بارانونونه په دغه ولایتونو کې وشي. په دې کې کابل، بدخشان، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا شامل دي. دغه اداره وایي چې په ګڼو نورو ولایتونو کې د سختو بادونو او دوړو وړاندوینه هم شوې ده. په دې کې بیا بلخ، هرات، کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونه شامل دي. دا وړاندوینه داسې مهال کېږي چې په وروستیو څو اونیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي.
































