په امریکا کې د سیلابونو د راوتو له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا په ګڼو ایالتونو کې د سختو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. یوازې په کنتاکي ایالت کې سیلابونو شپاړس کسان وژلي دي.
د یادو ځاني تلفاتو تر څنګ دغه سیلابونو ځایي خلکو ته د لسګونه میلیونه ډالرو په ارزښت مالي زیانونه هم اړولي دي. امریکايي چارواکي وایي دوی هڅه کوي له خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي، ځکه په دې سیمه کې د برېښنا جریان پرې شوی او ګڼ کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
































