د ايکسپريس ټريبيون خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان او افغانستان اړوند چارواکي به د سوداګریزې ودې او پراختیا لپاره پر ځمکني هوايي دهلېز پرانیستلو هوکړه وکړي. دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان د اپټا ترانزیتي سوداګرۍ ته د دې بڼې د ورزیاتولو وړاندیز کړی دی. د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د کابینې غونډې ته په وروستي ناسته کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د ۲۰۱۰ اپټا ترانزیتي تړون له هوا څخه ځمکې ته څو سوداګريزې بڼې تر پوښښ لاندې نه راولي. د پاکستان د عوایدو فدرالي بورډ د سوداګرۍ وزارت ته وړاندیز کړی، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د افغانستان د وارداتو او د پاکستان د نړیوالو هوایي ډګرونو له لارې د صادراتو لپاره د هوایي دهلیز اجازه ورکړي. ایکسپریس تریبیون ویلي، چې د دغه دهلیز پرانیستل به د پاکستان په اقتصادي پرمختګ کې د پام وړ مرسته وکړي.
































