د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي د خپل هیواد ټولو اتباعو ته چې لا هم د اوکراین په ختیځ کې د ډونېڅک په سیمه کې پراته دي، امر کړی چې ژر تر ژره له دغو سیمو ووځي. زلینسکي د خپل هېواد خلکو ته د ویډیويي پیغام له لارې خبرداری ورکړی چې په دې سیمه کې به د روسیې حملې ډیر ژر زور واخلي او جګړه به لاپسې پراخه شي. نوموړي د ډونېڅک سیمې پر یوه زندان برید ته چې په نتیجه کې یې له پنځوسو زیات کسان ووژل شول د اشارې په ترڅ کې ویلي دي، چې روسیه باید د تروریزم د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه وپېژندل شي.
































