زابل، بلخ او دايکندي ولايتونو کې د ترافيکي پېښو له کبله ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي چې نن سهار د دغه ولايت په نورک سيمه کې د سراچې او ټيلر موټرونو د ټکر له کبله څلور تنه مړه شوي دي. په مړو کې يوه مېرمن شامله ده. د بلخ ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې هم د کرولا ډوله موټر او ټيلر د ټکر له کبله درې تنه مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي دي. دا پېښه پرون مازديګر شوې چې له کبله يې د ځينو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی دی. د دايکندي ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې هم يو سراچه موټر له ټيلر سره ټکر کړی چې له کبله يې يو تن مړ شوی او څلور نور ټپيان دي. د موټر چلوونکي بې احتياطي او د لارو خرابوالی د يادو پېښو لاملونه ښودل شوي دي.
































